د ترهګرو خلاف زمونږ مبارزه به جاري پاتې شي
د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومي منشي د دغه هیواد په پلازمینې بیروت کښې حسیني ماتمیانو ته په وینا کښې د ترهګرۍ خلاف د جنګ په ډګرونو کښې د مقاومت د ځواکونو بر شتون ټینګار وکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې سید حسن نصر ا... چې هر کال د عاشورا په ورځ وینا کوي، نن یې د ویډیو کانفرنس له لارې خپله وینا کښې داعش د اسلامي امت لپاره ډیر ستر خطر وباله او ویې ویل: د ترهګرو لخوا په سیمې د تپل شویو زیانونو اندازې او د امریکې او اسرائیلو د پلانونو په خدمت کښې د اسلام د حقیقي څیرې خرابیدو ته په پام سره د دې تکفیري ډلې د نابودولو لپاره به جنګ دوام ولري.
سید حسن نصر ا... په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو لخوا د نوي جنګ د جوړیدو په هکله هرډول احتمال د جنګ له پایلو د دغه رژیم او امریکې د ناسمې ارزونې او غلط اټکل ښودونکی وباله او زیاته یې کړه: کوم یهودیان چې صهیونیسټانو نیواکي فلسطین ته راوستي دي، باید پوه دې شي چې په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو خشاک دي.
هغه همداشان د سیمې د هیوادونو د ټوټې کولو لپاره د امریکې سپیره پلان ته په اشارې سره څرګنده کړه: د عراق د کردستان سیمې د بیلتون د ټولپوښتنې له ترسره کیدو وروسته د دغه هیواد خلک باید پر ځان او پر خپلو هغو دوستانو ملا وتړي چې د ویش مخالف دي.
حسن نصر ا... یوځل بیا د یمنیانو خلاف د سعودي تیري ګرو د جنایتونو په غندلو سره د یمن خلاف د ظالمانه جنګ د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه.
د لبنان د حزب ا... عمومي منشي په بحرین کښې د آل خلیفه رژيم له اقداماتو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو سمولو لپاره خپل ولس ځپي، څرګنده کړه: عربي او اسلامي نړۍ باید د بحرین د مظلوم ولس په وړاندې خپله دنده او مسئولیت پوره کړي.