العبادی: په عراق کښې د داعش کار تمام دے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57793-العبادی_په_عراق_کښې_د_داعش_کار_تمام_دے
د عراق وزیراعظم تاکید وکړ، په عراق کښې داعش ترهه ګرې ډلې ته به د روان میلادی کال تر آخره پورې بشپړه ماتې ورکړې شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2017 04:17 Asia/Kabul
  • العبادی: په عراق کښې د داعش کار تمام دے

د عراق وزیراعظم تاکید وکړ، په عراق کښې داعش ترهه ګرې ډلې ته به د روان میلادی کال تر آخره پورې بشپړه ماتې ورکړې شی.

داعش ترهه ګرې ډلې په 2014 کال کښې د امریکې او د سعودی په شمول د دغه هېواد د لویدیځو او عربو انډیوالانو په مالی او فوځی ملاتړونو سره په عراق باندې په حملې سره د دغه هېواد پراخه شمالی سیمې ونیوې او بې شمېره جنایتونه او جرائم یې وکړل. له هغه  وخت نه تر اوسه پورې د عراق فوځی او ولسی ځواکونو او د مقاومت ځواکونو د ایران د اسلامی جمهوریت په مشاورتی مرستو سره له دغو څخه زیاتره سیمې د داعش تکفیریانو له قبضې څخه ازادې او په عملی توګه یې د دغې ترهه ګرې  ډلې کار په عراق کښې خاتمې ته رسولے دے.

حېدرالعبادی پرون همدارنګ د عراق په کردستان کښې د بېلتون د غېر قانونی رېفرېنډم د نتیجې د لغو کېدو تر وخته د بغداد او اربیل ترمېنځ له هر ډول خبرو اترو سره په خپل مخالفت تاکید وکړ.

د عراق د کردستان مشر مسعود بارزانی د نړیوالو او د عراق د مرکزی حکومت د مخالفتونو باوجود دستمبر په پینځویشتمه نېټه د عراق په کردستان سیمه کښې د بېلتون رېفرېنډم وکړ او یوازې صهیونېسټ رژیم د سیمې د هېوادونو د تقسیم غوښتونکے دے او د عراق د کردستان سیمې د بېلتون ملاتړ یې کړے دے.