د عراقیانو وحدت او یووالی یو مهمه چاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57863-د_عراقیانو_وحدت_او_یووالی_یو_مهمه_چاره_ده
د عراق د پارلیمان مشر ټینګار وکړ: د عراقیانو وحدت او یووالی یو مهمه چاره ده او لرې کیدل ترې نه دي پکار.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2017 18:29 Asia/Kabul
  • د عراقیانو وحدت او یووالی یو مهمه چاره ده

د عراق د پارلیمان مشر ټینګار وکړ: د عراقیانو وحدت او یووالی یو مهمه چاره ده او لرې کیدل ترې نه دي پکار.

سلیم الجبوري نن د الانبار ولایت د کتنې پر مهال څرګنده کړه: د عراق یووالی یوه اساسي او جوهري مسئله ده او پرې سترګې نه شو پټولی او هیڅ بهیر ته اجازه نه دي ورکول پکار چې د ولس ترمینځ د درز رامینځته کولو هڅه وکړي.

د سلیم الجبوري سفر د الانبار ولایت د شخصیتونو او د قبایلو د مشرانو له تود هرکلي سره مخ شوی او هغوي هم د عراقي ولس پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې قبایل له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د عراق د امنیتي ځواکونو ملاتړي دي.