د کردستان مسئولانو د عراق د مرکزي حکومت غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58163-د_کردستان_مسئولانو_د_عراق_د_مرکزي_حکومت_غوښتنه_رد_کړه
د عراق د کردستان سیمې د اصلي او مهمو ګوندونو مسئولانو په سلیمانیه ولایت کښې د خپلې ننۍ غونډې په پاې کښې د ټولپوښتنې د نتایجو د لغوه کولو لپاره د عراق د مرکزي حکومت غوښتنه رد کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2017 18:33 Asia/Kabul
  • د کردستان مسئولانو د عراق د مرکزي حکومت غوښتنه رد کړه

د عراق د کردستان سیمې د اصلي او مهمو ګوندونو مسئولانو په سلیمانیه ولایت کښې د خپلې ننۍ غونډې په پاې کښې د ټولپوښتنې د نتایجو د لغوه کولو لپاره د عراق د مرکزي حکومت غوښتنه رد کړه.

ایسنا خبري آژانس د سکای نیوز په حواله لیکلي چې دغه غونډه د عراق د ولسمشر فواد معصوم، د کردستان سیمې د مشر مسعود بارزاني او د دغې سیمې د لوړرتبه مسئولانو او ګوندونو په ګډون جوړه شوه خو د پاې رسمي خبرپاڼه یې لا نه ده خپره شوې.

دې غونډې ته نزدې سرچینو ویلي چې کرد مسئولانو د عراق د مرکزي حکومت اصلي غوښتنه چې د ټولپوښتنې یا ریفرنډم د پایلو لغوه کول وو، رد کړې ده.