عراقی ځواکونو د کرکوک هوائی اډې کنټرول په لاسو کښې واخېست
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58233-عراقی_ځواکونو_د_کرکوک_هوائی_اډې_کنټرول_په_لاسو_کښې_واخېست
عراقی ځواکونو د کرکوک د فوځی هوائی اډې د کنټرول په لاس کښې اخېستو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2017 16:40 Asia/Kabul
  • عراقی ځواکونو د کرکوک هوائی اډې کنټرول په لاسو کښې واخېست

عراقی ځواکونو د کرکوک د فوځی هوائی اډې د کنټرول په لاس کښې اخېستو خبر ورکړ.

د العالم د رپوټ له مخې په عراق کښې دجنګ د اطلاع رسونې کمېټۍ د یوې بیانیې په جاری کولو سره د دغه خبر په اعلانولو سره مرکزی پولیسو او د چټکه غبرګون ځواکونو د کرکوک په فوځی هوائی اډې الحریه  باندې د تسلط عملیات په غاړه لرل.

سحر کردی ټیلی ویژنی چېنل وویل، د عراق د کردستان سیمې له مشر مسعود بارزانی سره وابسته رسنیو کرکوک ته د عراقی ځواکونو د داخلېدو په خبرونو کښې  د داعش د ځواکوو د داخلېدو په څېر بللی وو او په همدې وجې د کرکوک ځینې اوسېدونکی له ویرې نه وتښتېدل.

رسانه ای سرچینو وویل عراقی ځواکونه بې له څنګ جنګ جګړط د کرکوک ګورنر هاوس ته ننوتل او د هغه کنټرول یې په لاسو کښې واخېست.