العبادی: رېفرېنډم ختم شو او له تاریخ سره یوځاے شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58272-العبادی_رېفرېنډم_ختم_شو_او_له_تاریخ_سره_یوځاے_شو
د عراق وزیراعظم د کورنیو او بهرنیو مخالفتونو باوجود په کردستان کښې د بېلتون وروستی رېفرېنډم ته په اشارې سره وویل: رېفرېنډم ختم شوےاو له تاریخ سره یوځاے شوے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2017 02:51 Asia/Kabul
  • العبادی: رېفرېنډم ختم شو او له تاریخ سره یوځاے شو

د عراق وزیراعظم د کورنیو او بهرنیو مخالفتونو باوجود په کردستان کښې د بېلتون وروستی رېفرېنډم ته په اشارې سره وویل: رېفرېنډم ختم شوےاو له تاریخ سره یوځاے شوے دے.

د سومریه نیوز عراقی چېنل په نقل د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی پرون ماښام په بغداد کښې په یو اخباری کانفرنس کښې وویل: کرد مشرانو ته وویل شول چې رېفرېنډم به له هر چا نه اول د کردو ګټو ته زیان ورسوی.

العبادی د دې په بیانولو سره چې هیڅکله به کورنی جنګ ته ورونه دانګی د عراق کردستان چارواکی د هېواد د اساسی قانونو مطابق خبرو اترو ته راوبلل.

هغه د عراق په کردستان کښې د دریو سیمو د جوړولو په سر د هر ډول موافقه تکذیب کړه او وې ویل: هغه دنده لری چې د عراق په ټولو سیمو کښې د مرکزی حکومت حاکمیت پراخه او واکمن کړی.

حېدرالعبادی په کرکوک او نورو لانجه مارو سیمو کښې د تخریبی اقداماتو په باره کښې هم خبردارے ورکړ او تاکید یې وکړ: د عراق بېرغ له ټولو عراقیانو سره تعلق لری او پکار دی د هېواد په هر ځاے کښې ورپول شی.

د عراق وزیراعظم د هېواد په لویدیځ کښې د عراقی ځواکونو د عملیاتو په باره کښې هم وویل: ډېر زر به د داعش له قبضې څخه د عراق د ټولو سیمو ازادی او له سوریې سره په پوله ایزو سیمو باندې تسلط اعلان کړوو.