عراقیان په خپلو کښې نه جنګیږي
د عراق د کورنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې عراقیان په هیڅ ډول حالاتو کښې له یوبل سره نه جنګیږي.
مهر خبري آژانس د سومریه نیوز له قوله لیکلي چې د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم الأعرجي په کرکوک کښې په یوه وینا کښې وویل: کرکوک ولایت اوس امن شوی دی او دا امنیت باید دوام ولري او د پوځ او پیشمرګه ځواکونو وسلې یوازې ترهګر په نښه کوي.
هغه د کرکوک د مختلفو پرګنو د خلکو سوله ایز ګډ ژوند ته په اشارې سره زیاته کړه: کرکوک ولایت د (کوچني عراق) په معنا دی چې پکښې عربان، کردان او ترکمن اوسیږي او داخله وزارت د کرکوک لپاره یولړ پروګرامونه لري چې دا ټولې پرګنې پکښې ګډون لري.
د عراق د کورنیو چارو وزیر وویل: عراق د نورو له مداخلې پرته په یوازې سر د خپل هیواد د اداره کولو توان لري.
قاسم الاعرجي پرون د عراق د شمال کرکوک ولایت د کتنې او د هغه د امنیتي حالاتو د څیړنې په موخه پرون دغه ولایت ته تللی دی.