د بغداد او اربیل ترمینځ رسمي خبرې اترې نه دي شوې
د عراق د حکومت ویاند د بغداد او اربیل ترمینځ ترسره شوې غونډې په هکله وویل چې دغه غونډه په مختلفو سیمو کښې د عراق د فیډرل ځواکونو د شتون د څرنګوالي په لړ کښې د غږملتیا لپاره وه.
عراقي سرچینو نن د نینوا د عملیاتو په مرکز کښې د عراق د مرکزي حکومت او د کردستان سیمې د قومندانانو ترمینځ د ګډې غونډې خبر ورکړی و.
العالم چینل رپورټ ورکړی چې د عراق د حکومت ویاند سعد الحدیثي نن الحدث چینل ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې په دغه غونډه کښې یوازې اړونده کارپوهانو شتون درلود، وویل: د دې غونډو موخه له نښتو ډډه کول او په ټولو لانجمنو سیمو په تیره بیا فیشخابور او سرحدي لارو کښې د مرکزي حکومت د ځواکونو د دیره کولو لپاره د زمینې برابرول دي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اساسي قانون له مخې سرحدي لارې باید د مرکزي حکومت په کنټرول کښې وي، زیاته کړه: د خبرواترو لپاره د وزیراعظم حیدر العبادي لخوا ورکړی شوی ۲۴ ساعته فرصت په ټولو لانجمنو سیمو کښې د مرکزي حکومت د ځواکونو د دیره کولو په هکله د موافقې کیدو لپاره پوره دی.