د لبنان وزیراعظم د عربستان په حکم استعفا ورکړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58949-د_لبنان_وزیراعظم_د_عربستان_په_حکم_استعفا_ورکړې_ده
د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: د لبنان د وزیراعظم سعد الحریري استعفا د سعودي ادبیاتو په متن سره یوه سعودي پریکړه وه چې حریري یوازې هغه لوستې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2017 02:06 Asia/Kabul
  • د لبنان وزیراعظم د عربستان په حکم استعفا ورکړې ده

د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: د لبنان د وزیراعظم سعد الحریري استعفا د سعودي ادبیاتو په متن سره یوه سعودي پریکړه وه چې حریري یوازې هغه لوستې ده.

سید حسن نصر ا... پرون مازیګر د سعد الحریري له استعفا وروسته د لبنان د بدلونونو په هکله زیاته کړه: حریري ریاض ته وروبلل شو او د هغه استعفا هم د عربستان فیصله وه چې ورته ډیکټی شوې او د عربستان بیانیه یې ولوستله.

د لبنان د حزب ا... عمومي منشي په دې خبرې سره چې د لبنان د وزیراعظم د استعفا وجه باید په عربستان کښې ولټوله شي، وویل: دا استعفا د لبنان په چارو کښې د سعودي عربستان د څرګندې لاسوهنې ښودونکې ده.

هغه څرګنده کړه: حزب ا... د سعد حریري د استعفا غوښتونکی نه و او د هغه د استعفا طریقه د لبنان له حاکمیت، عزت او کرامت سره په تضاد کښې وه.

سید حسن نصر ا... په عربستان کښې د سعودي شاهزادګانو له وروستیو نیول کیدو سره د لبنان د وزیراعظم د استعفا هممهال والي ته اشاره وکړه او ویې ویل: دا پوښتنه رامینځته کیږي چې آیا د سعد حریري استعفا په سیمه کښې د سعودي عربستان د جنګونو او نښتو په چوکاټ کښې جاجولی شوو؟

هغه په لبنان کښې د سولې او ټکاو په ساتنې باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: لبنانیانو ته وایو چې د هیڅ ډول اندیښنې خبره نشته او له ټولو غواړو چې منطقي او عاقلانه کړچار ولري او د فرقه ایزو او مذهبي شخړو تیرو حالاتو ته د ستنیدو په لټه کښې نه شي.

حسن نصر ا... همداشان د سعد حریري د ټرور په هکله ځینو ادعاو ته په اشارې سره وویل: د سعد حریري د وژلو د کوشش په هکله د عربستان د العربیه چینل د ادعا یوه وجه دا ده چې لبنان ته د هغه نه ستنیدل توجیه کړي.