په بغداد کښې دوه ځان وژونکی يرغلګر هلاک کړے شول
Nov 07, 2017 18:00 Asia/Kabul
عراقی ځواکونو په بغداد ښار کښې دوه ځان وژونکی یرغلګر وپېژندل او په هلاکت یې ورسول.
د سپوټنېک د رپوټ له مخې نن د عراق نجبا اسلامی مقاومت غورځنګ رپوټ ورکړ چې دغه دوه یرغلګر چې چاودېدونکی جاګټونه یې اغوستی وو په بغداد ښار کښې یې د اربعین په زائریو ځان وژونکې حملې کول غوښتل .
پرون هم د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په جاری کولو سره وویل: د حسینی (ع) اربعین په درشل کښې په کربلا صوبه کښې دویشت تنه فتنه ګرو ونیول شول.
ټیګونه