د عراق انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره شي
Nov 11, 2017 14:53 Asia/Kabul
د عراق وزیراعظم په کربلای معلی کښې په یو کانفرنس کښې وویل چې د دې هیواد انتخابات به په ټاکلې نیټه ترسره شي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې حیدر العبادي نن د کربلا په ولایت مقام کښې په یوه وینا کښې وویل: دا ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره شي او پکښې به هیڅ ډول وسله واله ډله ګډون ونه کړي.
العبادي د داعش له نیواکه د عراق د خاورې د ازادولو، د وحدت او یووالي د ساتنې او د ګواښونو په وړاندې د عراقیانو د دریدنې په دریو جبهو کښې د خپل هیواد بریالیتوب ته په اشارې سره زیاته کړه: عراق له ترهګرو سره په جنګ کښې ۱۰۰ میلیارډه ډالر تاواني شوی دی.
د ویلو ده چې د عراق حکومتي کابینې په دغه هیواد کښې د پارلیمان او د شوراګانو د انتخاباتو د څلورم پړاو د ترسره کیدو وخت د ۲۰۱۸ کال د مۍ د میاشتې ۱۵ نیټه اعلان کړې ده.
ټیګونه