د اسرائیلي پوځيانو په ډزو ۱۵۰ فلسطینیان زخمي شوي دي
Dec 11, 2017 04:10 Asia/Kabul
صهیونیسټو پوځیانو د اردن سیند په لویدیځه غاړه، قدس او غزې تړانګه کښې څه باندې ۱۵۰ فلسطینیان په ډزو زخمي کړل.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې پرون وویل چې د لویدیځې غاړې، قدس شریف او د غزې په سرحدي سیمه کښې له صهیونیسټو پوځیانو سره د فلسطینیانو په نښتو کښې ۱۵۷ فلسطینیان زخمي شوي دي.
العالم ټي وي چینل هم د فلسطیني سرچینو په حواله یو خبر ورکړی چې د لویدیځې غاړې په الخلیل ښار کښې صهیونیسټو پوځیانو یوشمیر فلسطیني ځوانان ونیول.
همداشان د بیت المقدس په زړو سیمو کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځيانو شمیر هم زیات شوی دی.
ټیګونه