ترهه ګرو سره مقابله پراخې ملګرتیا ته اړتیا لری .
، د همغږه ټولنې دغړو هیوادونو استخباراتی ادارې هم باید دترهه ګرۍ له موضوع سره داړونده حالاتو دکنټرولولو لپاره له یوه بل سره ملګرتیا وکړی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون مازدیګر په ماسکو کې د همغږې ټولنې دهیوادونو د امینتی اورګانونو دمشرانو په ټول کې ووئیل ، له هغو ترهه ګروسره دمقابلې لپاره چې له سورې شړل شوی دی، باید اطلاعاتی ادارې له یوه بل سره ملګرتیا او خپل اقدامات هم غږمله کړی .
پوتین دغه راز زیاته کړې ، د همغږه ټولنې دغړو هیوادونو استخباراتی ادارې هم باید دترهه ګرۍ له موضوع سره داړونده حالاتو دکنټرولولو لپاره له یوه بل سره ملګرتیا وکړی . د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ ماسکو به دهغو ترهه ګرو په موخو اواقداماتو چې له ماتې وروسته له سورئې تښتی ، د دغو ترهه ګرو له مقصده هم غافل نشی .
همغږه ټولنه د روسیې ، سپینې روسې ،اوکراین ،قزاقستان،قرغیزستان ،ازبکستان ،ارمنستان ، ترکمنستان ، تاجکستان، اوآذربایجان جمهوریت له هیوادونو جوړه ده .