روسیه په سورئې کې دوه پوځی مرکزونه نوره هم پیاوړی کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61769-روسیه_په_سورئې_کې_دوه_پوځی_مرکزونه_نوره_هم_پیاوړی_کوی
په سورئې کې د روسیې دحمیم او طرطوس د دوو پوځی مرکزونو دساتنې اوپیاوړی کولو به باب د سرګۍ شایګو څرګندونې په داسې حال کې دی چې دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په همدا وروستیو کې د طرطوس سمندری پوځی مرکز څخه د ۴۹کلنې استفادې موافقه د تائید لپاره د دغه هیواد پارلمیان دوما ته وړاندې کړې چې په هغې کې د دغه پوځی مرکز لازیاته پراختیا وړاندیز شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 23, 2017 01:46 Asia/Kabul
  • روسیه په سورئې کې دوه پوځی مرکزونه نوره هم پیاوړی کوی

په سورئې کې د روسیې دحمیم او طرطوس د دوو پوځی مرکزونو دساتنې اوپیاوړی کولو به باب د سرګۍ شایګو څرګندونې په داسې حال کې دی چې دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په همدا وروستیو کې د طرطوس سمندری پوځی مرکز څخه د ۴۹کلنې استفادې موافقه د تائید لپاره د دغه هیواد پارلمیان دوما ته وړاندې کړې چې په هغې کې د دغه پوځی مرکز لازیاته پراختیا وړاندیز شوې ده .

زمونږ خبریال راپور راکړ د  روسیې   دفاع وزیر سرګئ شایګو پرون مازدیګر  د  دغه هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې  ووئیل ، روسیه   په سورئې کې  د  هوائی ځواک لپاره دحمیم او دسمندری ځواک لپاره  طرطوس  پوځی مرکزونه  نوره هم پیاوړی کوی .

 هغه د دې خبرې په کولو سره چې  په سورئې کې د سولې پر ټینګیدا  دڅارنې مرکز  او د  کرارو سیمو   د  حدودو دکنټرولولو لپاره د روسیې پوځی پولیس درې کنډکونه  په دغه هیواد کې پاتیکیږی ، ووئیل ، د حمیم اوطرطوس  د دوو پوځی مرکزونو  دنړیوالو موافقو په اساس به روسیه  په سورئې کې پاتې شی .

 په سورئې کې د روسیې  دحمیم او طرطوس  د دوو پوځی مرکزونو دساتنې اوپیاوړی کولو به باب  د سرګۍ شایګو  څرګندونې  په داسې حال کې دی چې  دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په همدا وروستیو کې  د طرطوس سمندری پوځی مرکز څخه  د ۴۹کلنې استفادې   موافقه د تائید لپاره د دغه هیواد پارلمیان دوما ته  وړاندې کړې  چې  په  هغې کې  د دغه پوځی مرکز   لازیاته پراختیا  وړاندیز شوې  ده .

 روسیه  له طرطوس  مرکزه  د مدیترانې  سمندر کې دخپلو بیړیو دپشتیبانۍ او  دغه راز د حمیم پوځی مرکز څخه هم   په سورئې کې د  ترهه ګرو په ضد د جنګی الوتکو د دیره کیدا لپاره استفاده کوی .