روسیه په سورئې کې دوه پوځی مرکزونه نوره هم پیاوړی کوی
په سورئې کې د روسیې دحمیم او طرطوس د دوو پوځی مرکزونو دساتنې اوپیاوړی کولو به باب د سرګۍ شایګو څرګندونې په داسې حال کې دی چې دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په همدا وروستیو کې د طرطوس سمندری پوځی مرکز څخه د ۴۹کلنې استفادې موافقه د تائید لپاره د دغه هیواد پارلمیان دوما ته وړاندې کړې چې په هغې کې د دغه پوځی مرکز لازیاته پراختیا وړاندیز شوې ده .
زمونږ خبریال راپور راکړ د روسیې دفاع وزیر سرګئ شایګو پرون مازدیګر د دغه هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې ووئیل ، روسیه په سورئې کې د هوائی ځواک لپاره دحمیم او دسمندری ځواک لپاره طرطوس پوځی مرکزونه نوره هم پیاوړی کوی .
هغه د دې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې د سولې پر ټینګیدا دڅارنې مرکز او د کرارو سیمو د حدودو دکنټرولولو لپاره د روسیې پوځی پولیس درې کنډکونه په دغه هیواد کې پاتیکیږی ، ووئیل ، د حمیم اوطرطوس د دوو پوځی مرکزونو دنړیوالو موافقو په اساس به روسیه په سورئې کې پاتې شی .
په سورئې کې د روسیې دحمیم او طرطوس د دوو پوځی مرکزونو دساتنې اوپیاوړی کولو به باب د سرګۍ شایګو څرګندونې په داسې حال کې دی چې دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په همدا وروستیو کې د طرطوس سمندری پوځی مرکز څخه د ۴۹کلنې استفادې موافقه د تائید لپاره د دغه هیواد پارلمیان دوما ته وړاندې کړې چې په هغې کې د دغه پوځی مرکز لازیاته پراختیا وړاندیز شوې ده .
روسیه له طرطوس مرکزه د مدیترانې سمندر کې دخپلو بیړیو دپشتیبانۍ او دغه راز د حمیم پوځی مرکز څخه هم په سورئې کې د ترهه ګرو په ضد د جنګی الوتکو د دیره کیدا لپاره استفاده کوی .