په ۲۰۱۷ کال کښې ۹۸ فلسطینیان شهیدان شوي دي
صهیونیسټو پوځیانو په ۲۰۱۷ کال کښې شپږ نیم زره فلسطینیان نیولي چې پکښې ۱۶۰۰ ماشومان او ۱۷۰ ښځې او جینکۍ دي.
د قدس انتفاضه چې د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر څخه پیل شوې، په ۲۰۱۷ کال کښې هم په پوره زور سره روانه وه او په دغه کال پکښې ۹۸ فلسطینیان شهیدان شول او لسګونه نور زخمي شول چې ورسره د قدس د انتفاضې د شهیدانو شمیر ۳۶۶ ته ورسید.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د فلسطینیانو لخوا د صهیونیسټانو خلاف هم ۴۰۴ عملیات ترسره شول چې پکښې ۲۲ تنه صهیونیسټي پوځیان او ښارګي میشت وژل شوي او ۳۹۷ نور ژوبل شوي دي.
د فلسطین د اسیرانو څیړنیز مرکز هم وویل: صهیونیسټو پوځیانو په ۲۰۱۷ کال کښې شپږ نیم زره فلسطینیان نیولي چې پکښې ۱۶۰۰ ماشومان او ۱۷۰ ښځې او جینکۍ دي.
ریاض اشقر همداشان زیاته کړه: د فلسطین د پارلیمان ۹ تنه استازي او ۱۴۰۰ فلسطیني ننګیالي او همداشان ۱۸۵ ناروغان هم د اسرائیلو په جیلونو کښې پراته دي.