د بحرین حکومت یو بل شیعه عالم ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62701-د_بحرین_حکومت_یو_بل_شیعه_عالم_ونیوه
شیخ محمود العالي د بحرین د خلکو د انقلاب د معنوي مشر شیخ عیسی قاسم سره د پیوستون په تور نیول شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 18:04 Asia/Kabul
  • د بحرین حکومت یو بل شیعه عالم ونیوه

شیخ محمود العالي د بحرین د خلکو د انقلاب د معنوي مشر شیخ عیسی قاسم سره د پیوستون په تور نیول شوی دی.

د بحرین جمعیت اسلامي الوفاق ملي د آل خلیفه ځواکونو لخوا د بحریني عالم شیخ محمود العالي نیونه په دغه هیواد کښې د شیعه عالمانو د سپکاوي لپاره د هدفمنې پروژې په چوکاټ کښې وبلله.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د بحرین د الوفاق جمعیت په خبرپاڼه کښې راغلي دي: د دغه روحاني شخصیت نیول چې مهم دیني او ټولنیز موقعیت لري، له مذهبي آزادیو او مختلفو رایو سره د بحرین د چارواکو د دشمنۍ اندازه څرګندوي.

بیانیه زیاتوي: دا کار په بشپړه وحشیانه توګه د دیني آزادیو په هدف ګرځولو کښې د بحریني چارواکو د تورې کارنامې ښودونکو دی او د شیخ محمود العالي نیول د نورو لسګونو دیني عالمانو د نیونې او د هغوي د محاکمه کونې او د دغو عالمانو د سپکاوي او له شیخ العالي څخه د تابعیت د سلبولو په چوکاټ کښې ترسره شوی دی.

د بحرین خبري سرچینو خبر ورکړی چې شیخ محمود العالي د بحرین د خلکو د انقلاب د معنوي مشر شیخ عیسی قاسم سره د پیوستون په تور نیول شوی دی.