دسورئې دادلب په شاوخوا کې د دغه هیوادبیرغ ورپید
دسورئې پوځ او دهغو متحدان پرون هم توانیدلی ، د ادلب ولایت په جنوب ختیځی سیمو کې دسنجار سیمې کنټرول او دغه راز د سنجار په لویدیځ کې د څو کلو کنټرول له سختو نښتو وروسته ترلاسه کړی او په دغو عملیاتو کې په لسګونو تکفیری ترهه ګر هم هلاک او دهغوی تجهیزات او په سترو وسلو سنبال کابو پنځلس ګاډی هم تباه کړی .
المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ د سورئې پوځ او دهغو متحدانو نن د ادلب په جنوب ختیځ شاوخوا سیمو کې پخپلو پرمختګونو کې د الفریجه ، الجهمان او الداودیه او مشرف الحرمله پشمول لږتر لږه دیارلس کلی له تکفیری ترهه ګرو آزاد کړل .
د دغه راپور په اساس د ادلب ولایت په جنوب کې هم د سورئې دپوځ په پرمختګونو سره او دغه راز له دغو سیمو د تفکیری ترهه ګرو په تښتې سره ، د رمله ، ابوعلیج . جِب القصب، مکسر تحتانی ، مکسر فوقانی او خیریّه کلو اوسیدونکو دسورئې ملی بیرغ ورپاوه او د خپل ولسمشر بشار اسد عکسونه ئې په لاسونو کې پورته کړل .
په همداوروستیو کې یو بل خبر هم راورسید چې ښئ دسورئې پوځ بریالی شوی ، د سنجار ښارګی په شمال ختیځ کې البرتفاله کلی او دغه راز شمالی نیباز او اعجاز کلی هم د النصره جبهې له تکفیری ترهه ګرو آزاد کړی . .