حماس غورځنګ د ملګروملتونو په استازی نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63151-حماس_غورځنګ_د_ملګروملتونو_په_استازی_نیوکه_وکړه
فارس خبری اژانس وایی دفلسطین اسلامی مقاومت غورځنګ حماس پرون په یوې(۱) بیانیې کښې دمینځنی ختیځ په چارو کښې د ملګروملتونو استازی نیکلای میلادنیوف لخوا دحماس په ترهګر بللو اعتراض وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2018 02:34 Asia/Kabul
  • یوازې په تیر میلادي کال کښې صهیونیسټانو دولس(۱۲) ماشومانو په ډزو سره شهیدان کړي دي .
    یوازې په تیر میلادي کال کښې صهیونیسټانو دولس(۱۲) ماشومانو په ډزو سره شهیدان کړي دي .

فارس خبری اژانس وایی دفلسطین اسلامی مقاومت غورځنګ حماس پرون په یوې(۱) بیانیې کښې دمینځنی ختیځ په چارو کښې د ملګروملتونو استازی نیکلای میلادنیوف لخوا دحماس په ترهګر بللو اعتراض وکړ .

حماس غورځنګ ټینګار وکړ ملادینوف په ښه ډول د نړیوال قانون پراساس پوهیږی چې داسرائیلونیواکګر رژیم ماشومان وژنی او دسپیڅلتیاو سپکاوی کوی او جنایت او ترهګرۍ کوی او مقاومت جایز ولسی حق دی چې  له نیواک سره مخ دی .

د فلسطین حماس غورځنګ وویل د نیواکګرۍ د شتون په نتیجه کښې زمونږ د خلکو دمقاومت او ددفاع حق له مینځه وړل شوی دی .

دمینځنی ختیځ په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی نیکلای ملادینوف پرته له دې چې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې دصهیونیسټ رژیم جنایتونو ته اشاره وکړی د فلسطینی مبارزانو د تیرې سې شنبې ورځې عملیات چې په نابلس کښې د یوه(۱) صهیونیسټ ښارګی میشته د هلاکت سبب شو ترهګر وبلل .

په فلسطین کښې د ماشومانو د دفاع دنړیوال غورځنګ د تیرې سې شنبې ورځ راپور وایی چې یوازې په تیر میلادی کال کښې صهیونیسټانو دولس(۱۲) ماشومانو په ډزو سره شهیدان کړی دی .