صهیونیسټو پوځیانو دوه فلسطیني ځوانان په ډزو شهیدان کړل
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د شورو یا چارشنبې په شپه د نابلس په سویل کښې د ډزو له امله د یو ښارګي میشت د وژل کیدو په پلمه د دغه ښار په مختلفو سیمو برید وکړ.
د غزې تړانګې په سویل او د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په برید کښې دوه فلسطیني ځوانان شهیدان شول.
فلسطیني رسنیو پرون خبر ورکړی چې امیر عبدالحمید ابو مساعد نومې ۱۶ کلن فلسطینی ځوان د غزې تړانګي په سویلي سیمه کښې د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.
د فلسطین روغتیا وزارت هم د اردن سیند د لویدیځې غاړې د نابلس ښار د سویل په (عراق بورین) ښارګي کښې یو فلسطینی ځوان علي عمر قادوس، د سختو زخمونو له امله شهید شو.
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د شورو یا چارشنبې په شپه د نابلس په سویل کښې د ډزو له امله د یو ښارګي میشت د وژل کیدو په پلمه د دغه ښار په مختلفو سیمو برید وکړ.