صهیونیسټي رژیم د مسجدالاقصی د بیارغونې مخه نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63591-صهیونیسټي_رژیم_د_مسجدالاقصی_د_بیارغونې_مخه_نیسي
د قدس د اسلامي اوقافو د ادارې ویاند د مسجد الاقصی د ودانۍ د بیارغاونې او مرمت په کار کښې د صهیونیسټي رژيم د خنډ اچونې او د دې جومات د مسئولانو د ګواښلو حبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2018 07:54 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د مسجدالاقصی د بیارغونې مخه نیسي

د قدس د اسلامي اوقافو د ادارې ویاند د مسجد الاقصی د ودانۍ د بیارغاونې او مرمت په کار کښې د صهیونیسټي رژيم د خنډ اچونې او د دې جومات د مسئولانو د ګواښلو حبر ورکړ.

مهر خبري آژانس د ډیلي صباح په حواله لیکلي چې فیرس الدیب په دې خبرې سره چې د صهیونیسټي رژيم چارواکو د مسجدالاقصی د داخلي ودانۍ د بیارغونې او مرمت په لړ کښې د مسجد مسئولانو ته خبرداری ورکړی دی، زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم خپل نظرات د مسجدالاقصی د بیارغونې په کمیټې ورتپلي دي او د هرډول ټائل لګونې یا د قبة الصخره لرګین ګنبد د چت د بیاغونې په لړ کښې یې انجنیئرانو ته خبرداری ورکړی دی.

دغه اردني چارواکي وویل: د قدس د نیواکګر رژیم پولیسو د مسجدالاقصی په انګړ کښې دننه د (قبله) او (مرواني) نومې جوماتونو د بیارغاونې په هرډول کار هم بندیز لګولی دی.

هغه همداشان ټينګار وکړ چې صهیونیسټانو حتی د مسجدالاقصی د بیارغونې ټیکیدار هم ګواښلی او ورته یې ویلي دي چې که په دغه مسجد کښې د بیا رغونې هرډول فعالیت وکړي، وبه نیوی شي.

د قدس د اسلامي اوقافو سازمان چې د اردن لخوا اداره کیږي په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کښې ولیکل چې د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې څه باندې ۲۴ زره صهیونیسټو ښارګي میشتو پر مسجدالاقصی تیری کړی دی.