دسورئې دمځکنۍبشپړتیااو ملی حاکمیّت درناوی پکار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64063-دسورئې_دمځکنۍبشپړتیااو_ملی_حاکمیّت_درناوی_پکار_دی
دترکیې پوځ د تیرې جمعې په ورځې دخپلو توپونوله کنډکونو په استفادې سره په عفرین ښار کې د سورئې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند ځواک پر موچلو درندې ډزې کړی اووروسته ئې د ریتون د څانګې په نامې سره په عفرین ښار یرغل کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 24, 2018 01:31 Asia/Kabul
  • دسورئې دمځکنۍبشپړتیااو ملی حاکمیّت درناوی پکار دی

دترکیې پوځ د تیرې جمعې په ورځې دخپلو توپونوله کنډکونو په استفادې سره په عفرین ښار کې د سورئې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند ځواک پر موچلو درندې ډزې کړی اووروسته ئې د ریتون د څانګې په نامې سره په عفرین ښار یرغل کړی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ  د روسیې دکرملین ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  دروسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین او دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د  سورئې  او دعفرین ښآر د وروستیو حالاتو په باب  سره  ټیلیفونی خبرې اترې کړی دی .

  په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، پوتین اواردوغان  په دغو خبرو کې  د  سورئې د حاکمیّت  حق ته داحترام او د  مځکنۍ بشپړتیا او وحدت د ساتنې  داصولو په اساس  د دغه هیواد د شخړې دحل لپاره  دګډو هلوځلو د دوام په اهمیّت  ټینګار کړی دی . 

 دترکیې پوځ د تیرې جمعې په ورځې   دخپلو  توپونوله کنډکونو په استفادې سره   په عفرین ښار کې د سورئې د  ډیموکراټیک  اتحاد ګوند    ځواک پر موچلو  درندې ډزې کړی اووروسته   ئې د ریتون د څانګې په نامې سره  په عفرین ښار یرغل کړی دی .

ترکیې له دې مخکې هم    دسورئې په شمال کې  د فرات  د ډال  په نامې سره   هم  عملیات ترسره کړی وو .

د سورئې   دنظام چارواکو په کرتو  پخپلې خاورې کې  دترکیې دپوځیانو په غیر قانونی شتون او پوځی عملیاتو سختې نیوکې کړی اودا ئې د  سورئې د  ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا  ښکاره خلاف ورزی بللې ده .

  د روسیې او ترکیې ولسمشرانو همداراز  دسورئې  دملی  خبرواترو  دکنګرې  د سریزو  په باب هم سره  مشورې کړی دی.. ټاکل شوې ده  دغه کنګره  دروسیې په سوچی ښآر کې  دجنورۍ  په ۲۹ او ۳۰ ترسره شی .