دسورئې په درعاکې تکفیری ترهه ګر پخپلوکې سره ښکرپه ښکرشول
سوریه کابو اوه کاله کیږی ، چې د داعش او النصره جبهې تکفیری ترهه ګرو ډ لو په څیر د وسلوالو او پیّلی تالی څټو ډلو په شتون سره چې د لویدیځ ،امریکا او دسیمې دځینو غولیدلو حکومتونو له خوا ئې بشپړ ملاتړ کیږی ، له بحران او شخړو سره مخامخ ده .
ایرناخبری آ ژانس نن راپور ورکړی ، دسورئې په جنوب درعا ولایت شاوخوا کې د سورئې دآزاد پوځ په نامه دترهه ګرې ډلې او د پاتې داعشی تکفیریانو ترمینځ په سختې نښتې کې چې د درعا ولایت په لویدیځی برخې کې د حیط ښارګی په شاوخوا کې شوی ، دواړو خواؤ په لسګونو ترهه ګر هلاک اوټپیان شوی او وئیل کیږی چې یو شمیر سره نیول شوی هم دی .
په راپور کې وئیل شوی دی ، تیره اونۍ هم د درعا ولایت په شاوخوا کې د جویایلا ډیم په شاوخوا کې د داعشی تکفیریانو او دسورئې د تش په نامه آزاد پوځ د ترهه ګرو ترمینځ سختې نښتې شوی چې له امله ئې د اتلسو ترهه ګرو دهلاکت لامل شوی او په دغو نښتو کې د هغوی په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی هم تباه شوی دی .
سوریه کابو اوه کاله کیږی ، چې د داعش او النصره جبهې تکفیری ترهه ګرو ډ لو په څیر د وسلوالو او پیّلی تالی څټو ډلو په شتون سره چې د لویدیځ ،امریکا او دسیمې دځینو غولیدلو حکومتونو له خوا ئې بشپړ ملاتړ کیږی ، له بحران او شخړو سره مخامخ ده . داپه داسې حال کې دی چې د سورئې دپوځ اوولسی مقاومتی ځواک په پرمختګ او جدی مبارزې سره سوریه له کلونو وروسته دترهه ګرۍ په وړاندې دبشپړ بریالیتوب په درشل کې ده او یو ځل بیا ورته آرامښت او ثبات ستنیدونکی دی .