سوریې پر امریکې، بریطانیې، عربستان، فرانسې او اردن سخته نیوکه وکړه
ملګرو ملتو کښې د سوریې دایمي استازی وايي، امریکا چې داعش ترهګره ډله یې جوړه کړې او ترې ملاتړ کوي یا د عربستان په شان یو جاهل هیواد، د سوریې د راتلونکي په هکله د مشارکت حق نه لري.
په ملګرو ملتو کښې د سوریې دایمي استازي د خپل هیواد د خلکو په وژله کښې د ګډون په وجه پر امریکې، بریطانیې، عربستان، فرانسې او اردن نیوکه وکړه.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې بشار الجعفري پرون د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره په ویانا کښې د سیاسي خبرواترو په دویمه ورځ د جنیوال د سیاسي بهیر د ژوندي کولو لپاره د امریکې، انګلستان، فرانسې، عربستان او اردن لخوا د مطرح شوي غیررسمي وړاندیز په ردولو سره وویل: دا ټول هیوادونه د سوریې د خلکو په وژلې او وینه بهونې کښې لاس لري.
بشار الجعفري په ویانا کښې د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو له استازي سټیفن ډي مستورا سره د خپلو خبرواترو په پاې کښې، دغه مذاکرات رغنده وبلل خو په عین حال کښې یې د امریکې او عربستان په ګډون سره د جنیوا د سیاسي بهیر د بیاپيلولو په اړه وړاندیز په لړ کښې مطرح شوي رپورتونه یې مردود وبلل.
په ملګرو ملتو کښې د سوریې دایمي استازي زیاته کړه: امریکا چې داعش ترهګره ډله یې جوړه کړې او ترې ملاتړ کوي یا د عربستان په شان یو جاهل هیواد، د سوریې د راتلونکي په هکله د مشارکت حق نه لري.