ډی مېستورا د سوچی په کنګره کښې ګډون کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64355-ډی_مېستورا_د_سوچی_په_کنګره_کښې_ګډون_کوی
د ملګرو ملتو د مشر خاص نمائنده د روسیې په سوچی کښې د سوریې د ملی خبرو اترو په کنګره کښې شرکت کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2018 02:34 Asia/Kabul
  • ډی مېستورا د سوچی په کنګره کښې ګډون کوی

د ملګرو ملتو د مشر خاص نمائنده د روسیې په سوچی کښې د سوریې د ملی خبرو اترو په کنګره کښې شرکت کوی.

د مجازی رسنیو د اتحادیې د تحلیلی سائیټ د رپوټ له مخې ملګرو ملتو د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: سټیفن ډی مېستورا ټاکل شوې ده په سوچی کښې د سوریې د ملی خبرو اترو په کنګره کښې ګډون وکړی.

د دغه رپوټ له مخې د ملګرو ملتو په بیانیه کښې راغلی دی: «فېصله شوې ده چې د سوچی په کنګره کښې د ګډون لپاره د یو نمائنده لېږلو په اړه د روسیې د فیډریش بلنه ومنلې شی.»

دغه بیانیه زیاتوی: « د ملګرو ملتو مشر ښاغلے ډی مېستورا د دغه کار لپاره په نظر کښې لرلے دے.»

ډی مېستورا له دې مخکې ویلی وو چې د ملګرو ملتو مشر آنتونیو ګوټرش ټاکلې شوې ده د سوچی په کنګره کښې د ملګرو ملتو د ګډون په باره کښې وروستۍ فېصله اعلان کړی.

د سوریې د ملی خبرو اترو کنګره ټاکلې شوې ده د سوریې د مختلفو خواو د تقریباً ۱۶۰۰ تنو او همدارنګ د سیمه ایزو او نړیوالو :څارونکو په ګډون سره د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۹ او ۳۰ نېټه یعنې سبا او بله ورځ د روسیې په سوچی ښار کښې جوړه شی.