ترکیې د سورئې درو شمالی ښارونولپاره امنیتی قوماندانان وټاکل
په عین حال کې د ترکیې دغه لوړپوړی چارواکی یو ځل بیا تکرار کړې ده چې مونږ د یوه هیواد خاورې ته هیڅ تمه دارې سترګې نه غړاوو .
ایسنا خبری آژانس د روسیا الیوم ټیلیویژنی چینل له قوله راپورورکړی ، د ترکیې دکورنیو چارو وزیر سلیمان سوّیلو په دنیزلی ښار کې د واکمن عدالت او پراختیا دګوند په کنفرانس کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ترکیې د سورئې په شمال کې د اعزاز ،جرابلس او مارع ښارونو لپاره والیان او امنیتی قوماندانان ټاکلی دی .
په عین حال کې د ترکیې دغه لوړپوړی چارواکی یو ځل بیا تکرار کړې ده چې مونږ د یوه هیواد خاورې ته هیڅ تمه دارې سترګې نه غړاوو .
د سورئې په شمال لویدیځ کې په عفرین سیمې کې د :زیتون څانګې : په نامې سره دترکیې پوځی عملیات دجنورۍ له شلمې پیل شوی او هماغه راز دوام لری ، چې دسیمه ایزو اونړیوالو سخت غبرګونونه ئې راپارولی دی او سورئې حکومت او ملت هم دترکیې دپوځ دغه عملیات د سورئې پر مځکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنۍ ښکاره تیری بللی او له نړیوالو اورګانونو په تیره بیا ملګروملتو ئې غوښتی دی ، له عفرین سیمې دې د ترکیې د پوځیانو د ویستلو سملاسی اقدام وکړی . وروستی راپورونه ښئ دترکیې پوځ په عفرین سیمې کې په پوځی عملیاتو کې تر دې دمه په زرګونو کردان وژلی دی .