د یمن عدن ښار اماراتي لاس پوڅو ونیو
Jan 30, 2018 17:54 Asia/Kabul
د یمن د سویل په عدن ښار کښې پس د دریو ورځو له نښتې، د اماراتو د ملاتړ وړ ځواکونو د دغه ښار واک په لاس کښې واخیسته.
د اماراتو تر ملاتړ لاندې ځواکونو نن د یمن په استعفا کړي ولسمشر عبدربه منصور هادي پورې له پیئلو ځواکونو سره په نښته کښې د هغه د کابینې غړي د عدن د شمال په (دار سعد) سیمه کښې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه کلابند کړل.
د یمن استعفا کړی ولسمشر په عربستان کښې دیره دی خو د هغه وزیراعظم احمد بن دغر او د کابینې ځینې نور غړي یې په عدن کښې په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې موجود وو.
ټیګونه