د غزې خلکو د قدس په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
د غزې خلکو پرون د قدس په ملاتړ او د دغه ښار په هکله د امریکې د وروستۍ فیصلې په غندنه کښې مظاهرې وکړې.
د غزې تړانګې خلکو په دغو مظاهرو کښې یولړ پلی کارډونه اوچت کړي وو چې پکښې د قدس پر عربي او اسلامي هویت او پر خپلو حقوقو او اصولو د فلسطین د ولس په پابندۍ ټینګار شوی و.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر د تیر ۲۰۱۷ کال د دسمبر په شپږمه نیټه د پراخو سیمه ایزو او نړیوالو مخالفتونو سره سره اعلان وکړ چې واشنګټن قدس د صهیونیسټي رژيم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژني. ټرمپ همداشان د امریکې له خارجه وزارته غوښتي دي چې له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکې د سفارت د منتقلولو سریزه برابر کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې د همدغې میاشتې په ۲۱ نیټه په پریکنده موافقو رایو سره له قدس څخه د ملاتړ پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې به یې ملګري ملتونه قدس شریف د صهیونیسټ رژيم د پلازمینې په توګه په رسمیت ونه پيژني.
بیت المقدس له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی.