امریکا دسورئې دبې ثباته کولو هلې ځلې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65019-امریکا_دسورئې_دبې_ثباته_کولو_هلې_ځلې_کوی
ایډم ګری همداراز په سورئې کې دکیمیائی وسلو د شتون په باب په ملګرملتو کې د امریکا د استازې نیکی هیلې په څرګندونو په نیوکو سره روښانه کړې ، سوریه دم ګړۍ هیڅ کیمیائی وسلې نه لری اودرسته نړۍ پوهیږی ، دامریکایانو څرګندونې ناسمې دی او د امریکا دغه چلول به هیڅ اغیزې ونه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2018 11:01 Asia/Kabul
  • امریکا دسورئې دبې ثباته کولو هلې ځلې کوی

ایډم ګری همداراز په سورئې کې دکیمیائی وسلو د شتون په باب په ملګرملتو کې د امریکا د استازې نیکی هیلې په څرګندونو په نیوکو سره روښانه کړې ، سوریه دم ګړۍ هیڅ کیمیائی وسلې نه لری اودرسته نړۍ پوهیږی ، دامریکایانو څرګندونې ناسمې دی او د امریکا دغه چلول به هیڅ اغیزې ونه لری .

دامریکا دسیاسی چارو یوه مشهور کارپیژاند اوشناندی  ایډم  ګری    له پریس ټی وی سره په خبرو کې  ووئیل  هرکله چې  دسورئې بوځ او دمقاومت د چورلیز ځواک  د ترهه ګرو  په ضد بریالیتوبونه ترلاسه کوی ، نو   په سورئې کې  د کیمیائی  وسلو  د بې اساسه موضوع  په وړاندې کولو سره  دنړیوالې ټولنې  په ګمراه کونې او  داسرائیلو   له نیواکګریو له دوام سره په مرستو پسې   کیږی . 

 هغه    دسورئې په باب د ملګروملتو په امنیت  شورا کې په بیګانۍ  غونډې کې  دامریکا ناکامۍ ته په اشارې سره  ټینګار کړی ،  امریکا هڅه کوی ،    له کیمیائی وسلو څخه  داستفادې  له موضوع  د  روسیې او سورئې   دحکومتونو په ضد    دیوه پروپیګنډیز آوزار  په توګه   استفاده وکړی .

 ایډم ګری  همداراز   په سورئې کې  دکیمیائی وسلو د شتون په باب   په ملګرملتو کې د امریکا د استازې نیکی هیلې   په څرګندونو په نیوکو سره  روښانه کړې ،  سوریه دم ګړۍ  هیڅ کیمیائی وسلې نه لری  اودرسته نړۍ  پوهیږی ،  دامریکایانو څرګندونې ناسمې دی  او د امریکا دغه چلول به  هیڅ اغیزې ونه لری . 

 لویدیځی  هیوادونو په تیره بیا امریکا   له کیمیائی وسلو  په استفادې  د  سورئې دحکومت په تورنولو سره   د سورئې دپوځ او دمقاومت د چورلیز  د ځواکونو  د وروستیو  بریالیتوبونو په  مقابل کې  د حقیقتونو   د اپوټه ښودلو او  دعمومی افکارو د ګمراه کولو لپاره    په هڅو پسې  ده .