امریکا دسورئې دبې ثباته کولو هلې ځلې کوی
ایډم ګری همداراز په سورئې کې دکیمیائی وسلو د شتون په باب په ملګرملتو کې د امریکا د استازې نیکی هیلې په څرګندونو په نیوکو سره روښانه کړې ، سوریه دم ګړۍ هیڅ کیمیائی وسلې نه لری اودرسته نړۍ پوهیږی ، دامریکایانو څرګندونې ناسمې دی او د امریکا دغه چلول به هیڅ اغیزې ونه لری .
دامریکا دسیاسی چارو یوه مشهور کارپیژاند اوشناندی ایډم ګری له پریس ټی وی سره په خبرو کې ووئیل هرکله چې دسورئې بوځ او دمقاومت د چورلیز ځواک د ترهه ګرو په ضد بریالیتوبونه ترلاسه کوی ، نو په سورئې کې د کیمیائی وسلو د بې اساسه موضوع په وړاندې کولو سره دنړیوالې ټولنې په ګمراه کونې او داسرائیلو له نیواکګریو له دوام سره په مرستو پسې کیږی .
هغه دسورئې په باب د ملګروملتو په امنیت شورا کې په بیګانۍ غونډې کې دامریکا ناکامۍ ته په اشارې سره ټینګار کړی ، امریکا هڅه کوی ، له کیمیائی وسلو څخه داستفادې له موضوع د روسیې او سورئې دحکومتونو په ضد دیوه پروپیګنډیز آوزار په توګه استفاده وکړی .
ایډم ګری همداراز په سورئې کې دکیمیائی وسلو د شتون په باب په ملګرملتو کې د امریکا د استازې نیکی هیلې په څرګندونو په نیوکو سره روښانه کړې ، سوریه دم ګړۍ هیڅ کیمیائی وسلې نه لری اودرسته نړۍ پوهیږی ، دامریکایانو څرګندونې ناسمې دی او د امریکا دغه چلول به هیڅ اغیزې ونه لری .
لویدیځی هیوادونو په تیره بیا امریکا له کیمیائی وسلو په استفادې د سورئې دحکومت په تورنولو سره د سورئې دپوځ او دمقاومت د چورلیز د ځواکونو د وروستیو بریالیتوبونو په مقابل کې د حقیقتونو د اپوټه ښودلو او دعمومی افکارو د ګمراه کولو لپاره په هڅو پسې ده .