ایران په سورئې کې له اجازت پرته دبهرنیوعسکرودشتون مخالف دی
د روسیی ولسمشر هم وایی دیوه هیواد په خاورې کې د پوځی ځواک هرډول شتون باید د هغه هیواد دحکومت په اجازت او یا دملګروملتو دامنیت شورا په مجوز سره وی او د دې چارې خلاف ورزی دیوه خپلواکه هیواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنې حسابیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفونی تماس کې په دې خبرې سره چې د سورئې په شمال کې تاؤتریخوالی د یوه کس په ګټه هم نه دی ، هیله ښودلې ، دسیمې ټول هیوادونه د سورئې ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا ته داحترام په سترګه وګوری .
ډاکټر روحانی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره د تهران ،انقرې اوماسکو ګډو ملګرتیاؤ او په سورئې کې د آرامښت او ثبات اهمیّت ته په اشارې سره ووئیل ، دغه ملګرتیاوې ضروری دی څو پر ترهه ګرو د سوریاوالو نهائی بریالیتوب پیاوړی او تل پاتې شی .
داسلامی ایران ولسمشر د تهران اوماسکو اړیکې هم مخه په وده وبللې او د دوواړخیزو موافقو دلازر ا جرا په ضرورت ئې ټینګار وکړ .
هغه همداراز دجامعې ایټمی موافقې په ضد دځینو هیوادونو تخریبی اقداماتو ته په اشارې سره ووئیل،ایران به هماغه راز په جامعې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته تر هغه وخته پابند وی ، چې مقابل لوری ئې هم پابنده ووسی ، او په دغې لارې کې لازمه ده ، دجامعې ایټمی موافقې په ضد دځینو هیوادونو تخریبی او ورانکارو اقداماتو مخه ونیول شی .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز دیمن د خلکو بوږنونکی وضعیّت او په دغه هیواد کې د بې آمانه بمباریو دوام او د ډول ډول ناروغیو پراختیا او یمن ته دایران د توغندیو دلیږدولو په باب د واشنګټن او ریاض دچارواکو تورونو ته په اشارې سره دا ټوله پروپیګنډې بې اساسه او چټی وبللې او ټینګار ئې وکړ ، د دغو بشپړ ډول بې اساسه تورونو مطرح کول ، یوازې دجامعې ایټمی موافقې دکمزوری کولو لپاره د ډونالډ ټرمپ دحکومت د اقداماتو په دوام کې هڅه ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغه ټیلیفونی تماس کې دایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوی جامعه ایټمی موافقه ډ یره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ و روسیه باؤری ده ، د دغې موافقې دکمزوری کولو لپاره هرډول هڅه دسیمې لپاره ډیره تاوانی اوخطرناکه ده او ماسکو خپل دغه دریځ خپلو همتړونونو ت ه رسولی دی . پوتین همداراز دسورئې موضوع ته په اشارې سره دسوچی غونډې بریالیتوب دایران ،روسیې اوترکیې ګډه بریا وبلله او وې وئیل ، د سورئې دویشلو او د ترهه ګرو دسنبالیتا لپاره له سیمې ورآخوا ځینی هیوادونو هڅه اندیښمنونکی ده او دیوه هیواد په خاورې کې د پوځی ځواک هرډول شتون باید د هغه هیواد دحکومت په اجازت او یا دملګروملتو دامنیت شورا په مجوز سره وی او د دې چارې خلاف ورزی دیوه خپلواکه هیواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنې حسابیږی .