دترکیې ولسمشرګواښ کړی،دسورئې له منبج سیمې دې امریکایان ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65069-دترکیې_ولسمشرګواښ_کړی_دسورئې_له_منبج_سیمې_دې_امریکایان_ووځی
دترکیې ولسمشر د داعش ترهه ګرې ډ لې له سپیرۀ وجوده د دغې سیمې له پاکونې سره سره ، دسورئې شمال ته د امریکائی وسلو دلیږد دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ، په سورئې کې د امریکا محاسبات دترکیې ،ایران اوروسیې په ضد دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2018 01:36 Asia/Kabul
  • دترکیې ولسمشرګواښ کړی،دسورئې له منبج سیمې دې امریکایان ووځی

دترکیې ولسمشر د داعش ترهه ګرې ډ لې له سپیرۀ وجوده د دغې سیمې له پاکونې سره سره ، دسورئې شمال ته د امریکائی وسلو دلیږد دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ، په سورئې کې د امریکا محاسبات دترکیې ،ایران اوروسیې په ضد دی .

 زمونږخبریال د ترکیې دآناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  دعدالت او پراختیا ګوند دپارلیمانی استازو په ټول کې  ددې خبرې په کولو سره چې  دسورئې  په شمال کې  به منبج ښار ، دترکیې  دعملیاتو  ورپسې مرحله وی ټینګار کړی ؛ امریکایان باید  له دغه ښاره زر ترزره ووځی  ،ځکه ترکیه په لټه  کې ده ،  دغه ښار د   هغه اصلی خاوندانو ته وسپاری .

 دترکیې ولسمشر     د داعش ترهه ګرې ډ لې   له سپیرۀ وجوده  د دغې سیمې  له پاکونې سره سره ،   دسورئې شمال ته  د امریکائی وسلو دلیږد  دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ،  په سورئې کې د  امریکا محاسبات  دترکیې ،ایران اوروسیې  په  ضد دی .

  رجب طیب اردوغان  په دې په ټینګار سره چې  انقره  به  په سورئې کې کرد وسلوالو ډلو ته  دامریکا  دلیږدول شوو وسلو   په باب لازم اقدامات غوره کړی ،  ووئیل ،  دسورئې په عفرین  کې د ترکیې  دپوځ عملیات  دوام مومی .

 دسورئې  په شمال کې عفرین ښار  کې   دزیتون څانګې په نامې سره  دترکیې پوځی  عملیات   د جنورۍ  له شملې پیل شوی او هماغه راز دوام لری  چې  دغو عملیاتو د سورئې دنظام  او دسیمې دځینو هیوادونو  غبرګونونه راپارولی  او دغه  پوځی عملیات ئې د سورئې    په ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړ تیا  ښکاره تیری بللی دی .