هغه وخت تیرشوی چې دصهونیسټی رژیم حملې به بې ځوابه پاتیکیدې
شیخ نعیم قاسم وئیلی دی ، که اسلامی مقاومت نه وائ ،نو صهونیسټ رژیم پر درستې سیمې مسلط کید، خو دغه خوب ئې پوره شوی نه دی او دغه امید به ګور ته له ځان سره یوسی .
زمونږخبریال راپور راکړ د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې دسورئې دپوځ په لاس د تیریګر صهونیسټی رژیم ددیوې جنګی الوتکې نسکوریدا ته په اشارې سره ټینګار کړی ، هغه پړاؤ چې دغه تیری او جنایتکار رژیم تیری کول ، او ځواب نه ورکول کید، پای ته رسیدلی دی .
هغه روښانه کړې ، د اسرائیلی جنګی الوتکې نسکوریدا په دې معنا ده ، هغه اصل چې له ځواب پرته په حملې مشتمل دی ، له مینځه تللی دی او وحشی صهونیسټی رژیم له دې وروسته په نښتو کې له دغې قاعدې استفاده نشی کولی . دلبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال په دې خبرې کولو سره چې صهونیست رژیة د م ګړۍ له مشکل سره لاس او ګریوان شوی ، او د جنګ لګښتونه به د اسرائیلو لپاره روښانه نتیجې ونه لری ، زیاته کړې ، دمقاومتی ځواک په برکت سره ، لبنان اوس تیر وخت په نسبت ډیر پیاوړی شوی دی .
شیخ نعیم قاسم وئیلی دی ، که اسلامی مقاومت نه وائ ،نو صهونیسټ رژیم پر درستې سیمې مسلط کید، خو دغه خوب ئې پوره شوی نه دی او دغه امید به ګور ته له ځان سره یوسی .