په سوریې کښې اسرائیلي وسلې او تجهیزات نیول شوي دي
Feb 13, 2018 17:14 Asia/Kabul
دغه وسلې او تجهیزات چې هاوان، ماینونه او حتی ټانکونه پکښې شامل دي، زیاتره د اسرائیلو جوړې دي.
د سوریې پوځ د دغه هیواد د ختیځ په دیر الزور کښې د داعش ترهګرو ډلو له نیواکه په آزادو شویو سیمو کښې د اسرائیلو وسلو د موندلو خبر ورکړ.
د سوریې پوځي سرچینې د دغه هیواد رسمي خبري آژانس ته ویلي چې پوځي یونټونو د ختیځ ولایت دیرالزور په خواوشا کښې د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د آزادو شویو سیمو د تلاشۍ په وخت اسرائیلي وسلې پیدا کړي او ضبط کړې دي.
دغه وسلې او تجهیزات چې هاوان، ماینونه او حتی ټانکونه پکښې شامل دي، زیاتره د اسرائیلو جوړې دي او د دیرالزور ولایت د بوکمال ښار د اطرافو په السیال او حسرات کلیو کښې موندل شوې دي.
ټیګونه