داسلامی هیوادونو اوملتونو وحدت او یووالی د وخت لومړنی ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65789-داسلامی_هیوادونو_اوملتونو_وحدت_او_یووالی_د_وخت_لومړنی_ضرورت_دی
د سورئې ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون نن په عراق کې اسلامی وحدت دټولنې دتاسیس په غونډې کې ووئیل ، پر داعشی فتنې د بغداد له بریالیتوب وروسته او د ویشل کیدا دپلان په وړاندې د سورئې په بریالیتوب سره داسلامی ملتونو او هیوادونو ترمینځ د وحدت او یو موټی کیدا وخت رارسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 14:18 Asia/Kabul
  • داسلامی هیوادونو اوملتونو وحدت او یووالی د وخت لومړنی ضرورت دی

د سورئې ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون نن په عراق کې اسلامی وحدت دټولنې دتاسیس په غونډې کې ووئیل ، پر داعشی فتنې د بغداد له بریالیتوب وروسته او د ویشل کیدا دپلان په وړاندې د سورئې په بریالیتوب سره داسلامی ملتونو او هیوادونو ترمینځ د وحدت او یو موټی کیدا وخت رارسیدلی دی .

زمونږخبریال  د العراقیه ټیلیویژنی چینل له قوله  راپور راکړ د سورئې ستر مفتی  دقدس په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  د فیصلې په وړاندې  د مسلمانانو او مسیحیانو  پر اتحاد په ټینګار سره  زیاته کړې ،  په سیمې کې  د ټولو بدلونونو موخه ،  دفلسطین او قدس  دموضوع  هیرول دی .

له دې مخکې هم دسورئې ستر مفتی  امریکا  پّ نړۍ کې د  نوی  دینی جنګ  په رامینځةکونې تورنه کړې او   له مسیحی نړۍ ،پاپ فرانسس  او واتیکانه ئې غوښتی  د قدس په ضد دامریکا د حکومت په وروستۍ فیصلې دې اعتراض وکړی .   دامریکا جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د تیر دسمبر  په شپږمه نیټه قدس، د صهونیسټ رژیم  دپلازمینې په توګه   ا علان کړی دی ، یو داسې اقدام   چې  دهیوادونو د ولسونو  مشرانو اونړیوالو ټولنو  له پراخو  مخالفتونو اوغبرګونونو سره  مخامخ شوی دی .