مېشل عون: لبنان د خپلو زمکنيو او سمندري پولو حفاظت کوي
د لبنان ولسمشر پرون په ايروان کښې د ارمېنيا له ولسمشر سرژسرکيسيان سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې د صهيونېسټ رژيم د ګستاخيو په ردعمل کښې تاکيد وکړ، لبنان د خپلو زمکنيو او سمندري پولو د حفاظت او له هغو څخه په ټولو قانوني وسائلو او ذريعو سره د دفاع په حق پابند دے.
د صهيونېسټ رژيم د جنګ وزير آوېګډور لېبرمېن په دې وروستيو وختونو کښې ادعا کړې وه چې د لبنان د تېلو او ګېسو د کويانو د امتيازاتو له ورکولو سره اړوند چلند تحريکونکے دے. لېبرمېن د لبنان د تېلو او ګېسو نهم بلاک له دغه رژيم سره متعلق بللے ؤ.
د لبنان تيلي او ګيسي کويان په مديترانه سمندر کښې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کښې شتون لري. دغه هېواد د تېلو او ګېسو لس بلاکونه لري.
اسرائيلي رژيم په مديترانه سمندر کښې د تېلو او ګېسو د موندلو او وېستلو د عملياتو په کولو سره حتی د مقبوضه فلسطين له سمندري پولو نه په بهر کښې د لبنان په تيلي سرچينو باندې د تسلط پېدا کولو کوشش کوي.
د ايرنا د رپوټ له مخې مېشل عون د زيارت په شپه عراق ته له سفره وروسته د آرمېنيا پائېتخت ايروان ته لاړ او پرون يې د دغه هېواد له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د لبنان ولسمشر له دغو کتنو وروسته له خپل آرمينيائي همسنګ سره ګډ اخباري کانفرنس وکړ او وې ويل،دواړو خواو د ترهه ګرۍ د پراختيا د مشکلاتو او ګواښونو په شمول د مختلفو موضوعاتو په باره کښې بحث وکړ او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د دوو اړخيژو ملګرتياو په پياوړتيا تاکيد وکړ.
د ارمينيا ولسمشر هم په دغه اخباري ناسته کښې په سوريې کښې د ترهه ګرو د شتون په شمول د سيمې بحرانونو ته اشاره وکړه او وې ويل: ايروان له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د لبنان له فعال کردار څخه قدورنه کوي.