ایران روسیه او ترکیه دې د سورئې دعمومی اوربندلپاره شرائط برابرکړي
ټاکل شوې ده اروپائی اتحادیه داپریل په ۲۴ او ۲۵ دسورئې په باب یو نړیوال کنفرانس ترسره کړی .
روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی ، داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی دایران ،روسیې اوترکیې خارجه وزیرانو ته دجلاجلا لیکونو په لیږلو سره له دغو هیوادونو غوښتی دی ، په سورئې کې دې د عمومی اوور بند لپاره شرائط برابر کړی .
میرمن موګرینی د دغو جلاجلا لیکونو په لیږلو او له ترهه ګرو دلویدیځ مستقیمو او غیر مستقیمو ملاتړونو ته له اشارې پرته له ایران ،روسیې اوترکیې غوښتی دی ، دسورئې د ولس دساتنې ، ملاتړ او دنښتو دختمولو د ضمانت او دغه راز دغه هیواد ته دسملاسی انسان دوستۍ د مرستو د لیږد او تاوان لیدونکو اوټپیانو د درملنې اوویستلو د شرائطو دبرابرولو لپاره دط شرائط برابر کړی .
فډریکا موګرینی دقزاقستان په آستانې کې د سورئې د سولې دخبرواترو له لورو په غوښتنې سره له هغوی غوښتی دی ، په درستې سورئې کې دې د لږترلږه دیرشو ورځو لپاره د اوور بند شرائط برابر کړی . داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې په دغه لیکونو کې چې د ملګروملتو سرمنشی ا و داروپائی اتحادئې د اوه ویشتو غړو هیوادونو خارجه وزیرانو ته هم لیږدول شوی دی ، وئیلی دی ، اوور بند، دملګروملتو تر ملاتړ لاندې دسولې په خبرواترو کې دپرمختګ چانس برابروی .
ټاکل شوې ده اروپائی اتحادیه داپریل په ۲۴ او ۲۵ دسورئې په باب یو نړیوال کنفرانس ترسره کړی .