د امنیت شورا پریکړه لیکونه د یمن د ناورین لامل دي
د یمن د انصار ا... غورځنګ لوړرتبه غړي وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونه په یمن باندې د عربستان د بوږنونکو حملو د دوام لامل دي.
حزام الاسد العالم خبري چینل ته په مرکه کښې وویل: د یمن له کړکیچ سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا سلوک نهیلې کونکی دی او د بندیزونو نوي کول د دې خبرې ګواه دي.
هغه زیاته کړه: بندیزونه پر یمن د سعودي ائتلاف د حملو له دوام او زیاتیدو سره هممهاله تمدید شوي دي، د هغه ائتلاف چې هره ورځ پر یمن حملې کوي او د دې هیواد د خلکو په حق کښې ډیر غمیزه ناک جرمونه او جنایتونه ترسره کوي.
د یمن د انصار ا... غورځنګ دغه لوړرتبه غړي څرګنده کړه چې دا غورځنګ له پيل څخه د یمن د کړکیچ سیاسي او صلحه ایز هواري ته تیار و او اوس هم چمتو دی خو داسې دسیسې او پلانونه شته چې تیري ګر او د هغوي ملاتړي یې اجرا کول غواړي.
د یمن قانوي حکومت هم ویلي دي چې امنیت شورا باید د خپل غمیزه ناک پریکړه لیک پایلې په غاړه واخلي، د امنیت شورا نوی پریکړه لیک به په یمن کښې جنګ لااوږد کړي او د یمنیانو ستونزې به زیاتې کړي.
د ویلو ده چې د ملګرو ملتو امنیت شورا تیره دوشنبه په یو پریکړه لیک کښې د ټولو غړو په مثبتې راې سره په یمن باندې د وسلو بندیزونه د ۲۰۱۹ کال تر فرورۍ پورې تمدید کړل.