ایران عراق ، سوریې او روسیې دترهګرۍ په ماتی ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67385-ایران_عراق_سوریې_او_روسیې_دترهګرۍ_په_ماتی_ټینګار_وکړ
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت، د عراق ، سوریې او دروسیې استازیو په سیمه کښې د ترهګرۍ تر کاملې ماتی پورې د بغداد د امنیتی ملګرتیاو د مرکز په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 01:09 Asia/Kabul
  • په بغداد کښې د څلور ګوڼه پوځي ملګرتیا د مرکز په جوړلو کښې د دوستو هیوادونو په ملګرتیا او غږملتیا سره د عراق دپوځ د دړې وړې کیدا مخه ونیول شوه .
    په بغداد کښې د څلور ګوڼه پوځي ملګرتیا د مرکز په جوړلو کښې د دوستو هیوادونو په ملګرتیا او غږملتیا سره د عراق دپوځ د دړې وړې کیدا مخه ونیول شوه .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت، د عراق ، سوریې او دروسیې استازیو په سیمه کښې د ترهګرۍ تر کاملې ماتی پورې د بغداد د امنیتی ملګرتیاو د مرکز په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

دعراق دفاع وزیر« عرفان الحیالی »پرون په بغداد کښې د داعش ضد د څلورګوڼه مرکز د کتنې په وخت ترهګرۍ ته په ماتی ورکولو کښې د بغداد دحکومت بریالیتوبونه دعراق له حکومت سره د ایران ، سوریې او دروسیې د ملګرتیا له کبله وبلل .

هغه په دې خبرې سره چې عراق ته د داعش ډلې په نفوذ سره  دهیواد پوځ کاملا کمزوری شوی وو وویل په تیرو دوه نیمو کلونو کښې په بغداد کښې د څلور ګوڼه پوځی ملګرتیا د مرکز په جوړلو کښې د دوستو هیوادونو په ملګرتیا او غږملتیا سره د عراق دپوځ د دړې وړې کیدا مخه ونیول شوه او داعش ډلې په کامل ډول ماتی وخوړله .

دایران داسلامی جمهوریت استازی او پوځی اتاشی «مصطفی مرادیان» هم د پوځی او دفکری برخې په شمول په سیمه کښې د ترهګرو  دپلانونو دماتی لپاره د څلورو (۴)هیوادونو د ملګرتیا په پراختیا او د کوټلیتا دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ .

په بغداد کښې د داعش پرضد د څلورګوڼه مرکز کښې د روسیې استازی هم ټینګار وکړ په سیمه  کښې پوځی بریالیتوبونو ماسکو د بغداد د امنیتی مرکز د فعالیتونو ددوام  ډیر ملاتړ ضرورت ته اړ کړی او د روسیې پوځ دبغداد دامنیتی مرکز د فعالیت د دوام غوښتونکی دی .

دبغداد په څلور ګوڼه امینتی مرکز کښې د سوریې استازی هم په سیمه کښې دترهګرۍ تر کاملی ماتی پورې د بغدا د امنیتی مرکز په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ .