په عراق کښې دامریکا هیلی کوپټر نسکور شوی دی
-
امریکا له بریتانیا او سعودي عربستان سره یوځاې په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ډلو د ژوندي ساتلو او دهغوې دماتي دمخه دنیولو کوشش کوي .
زمونږخبریال وایی دعراق دالانبار ولایت په لویدیځ کښې په القائم(Al-Qaim) ښار کښې بیګا دامریکا دپوځ دیوه شینوک(Chinook) هیلی کوپټر د نسکوریدا په پیښه کښې اوه(۷) کسان ووژل شول .
د امریکا د پوځ دغه شینوک هیلی کوپټر له یوه بل بلیک هاک(Black Hawk) هیلی کوپټر سره یوځاې د عراق په الانبار ولایت کښې له «عین الاسد »هوایی اډې د سوریې دسرحد په لور روان وو چې وغورځید .
تراوسه د هیلی کوپټر دنسکوریدا علت نه دی اعلان شوی خو دامریکا پوځ وویل ددغه پیښې په اړه به تحقیقات ترسره کړی .
ډیره موده کیږی چې دامریکا هیلی کوپټرونه د عراق او دسوریې په سرحدونو کښې په مشکوکو اقداماتو بوخت دی .
دعراق او دسوریې په سرحدونو کښې داعش ترهګرې ډلې ته د امریکا د مرستو د رسولو او د امریکا په هیلی کوپټرونو کښې دداعش ترهګرې ډلې د مشرانو د انتقالولو په اړه تراوسه ډیر راپورونه خپاره شوی دی .
امریکا له بریتانیا او سعودی عربستان سره یوځاې په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ډلو د ژوندی ساتلو او دهغوې دماتی دمخه دنیولو کوشش کوی .