هیڅوک داسلامی مقاومت رغنده هڅې نشی ناکامولی
شیخ دعموش ټینګار کړی ، اوسنی دښمنان دانتخاباتو له لارې ، داسلامی مقاومت په ضد سیاسی جنګ ته وارد شوی دی ، او د رسانئ چینلولو له لارې دمقاومت په ضد دخلکو لمسولو او دهغوی د ویرولو هلې ځلې کوی څو د مقاومت دجبهې په پلویانو کې ګډون کم کړی او دحزب ا.... ولسی غورځنګ اودهغو دمتحدانو دبریالیتوب مخه ونیسی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د لبنان دحزب ا.... داجرائی شورا مرستیال مشر شیخ علی دعموش نن دلبنان په جنوب کې په یوې سیاسی ناستې کې وئیلی دی ، هغه کسان چې ونه توانیدل ، اسلامی مقاومت په جنګ سره یعنی داسرائیلو په تیریو سره او له دې وروسته د تکفیری ترهه ګرۍ په یرغلونو سره نابود کړی ، اوس هڅه کوی ،اسلامی مقاومت د انتخاباتو له لارې کمزوری کړی .
هغه وئیلی دی ،امریکا،سعودی عربستان، متحده عربی امارات او صهونیسټی رژیم له دې وروسته چې د اسلامی مقاومت دنابودۍ لپاره ئې د ترهه ګرۍ او جنګ په څیر درستې هلې ځلې ناکامې شوی دی ، نرم جنګ ته ئې مخه کړې ده .
شیخ دعموش ټینګار کړی ، اوسنی دښمنان دانتخاباتو له لارې ، داسلامی مقاومت په ضد سیاسی جنګ ته وارد شوی دی ، او د رسانئ چینلولو له لارې دمقاومت په ضد دخلکو لمسولو او دهغوی د ویرولو هلې ځلې کوی څو د مقاومت دجبهې په پلویانو کې ګډون کم کړی او دحزب ا.... ولسی غورځنګ اودهغو دمتحدانو دبریالیتوب مخه ونیسی .
دلبنان دحزب ا... دغه مسئول مقام دحزب ا... اوامل غورځنګ ائیتلاف یوازې یو سیاسی ائیتلاف ونه بالۀ او دا ئې له پارلیمانی انتخاباتو ورآخوا بللی او وئیلی ئې دی ، دغه ائیتلاف دملی اوکلتوری بنسټونو باندې ولاړ دی او دلبنان او درستو لبنانیانو په ګټه دی . هغه وئیلی دی ، حزب ا... غورځنګ بشپړ اعتماد لری چې دلبنان ولس په لوړې پوهې سره چې لری ئې ، د دښمنانو پلانونه به ناکام کړی او له ملی ټاکنو او دمقاومت لارې ته له پابندۍ به سر ونه غړوی .