تر سبا دې د جیشن الاسلام ترهګر غوطه سیمه خالي کړي
Mar 30, 2018 13:19 Asia/Kabul
د سوریې پوځ د جیش الاسلام په نامه د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې وسله والو کسانو ته تر سبا (شنبې) پورې مهلت ورکړ چې د دمشق په غوطه شرقي کښې له دوما سیمې ووځي.
العالم چینل نن رپورټ ورکړی چې د سوریې پوځ څو ساعته وړاندې د دمشق په اطرافو کښې له غوطه سیمهې څخه د وسله والو کسانو او د هغوي د کورنیو شپږمه ډله وباسله او د سوریې د شمال لویدیځ ادلب ته منتقلوي.
په عین حال کښې د جیش الاسلام ترهګرې ډلې مشر البویضاني ویلي چې د عوطې له دوما ښاره نه وځي.
خو د سوریې پوځ د دمشق د ختیځې غوطې په دوما سیمه کښې د پراختیو عملیاتو لپاره ځانونه چمتو کوي چې که جیش الاسلام ترهګره ډله له دغې سیمې وتلو ته غاړه کښې نږدي نو د هغوي مرکز په نښه کړي.
ټیګونه