دیمن شخړه باید له سیاسی ډیپلوماسۍ اوخبرواترو له لارې حل شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68802-دیمن_شخړه_باید_له_سیاسی_ډیپلوماسۍ_اوخبرواترو_له_لارې_حل_شی
دایران خارجه وزیر زیاته کړې ، اوس هم د یمن دبحران دحل لپاره یوې سیاسی حل لارې ته درسیدا فرصت شته او که عربستان دیمن دشخړې د سوله ایز حل نیّت لری ، نو ایران ورسره مرسته کولی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 09, 2018 00:36 Asia/Kabul
  • دیمن شخړه باید له سیاسی ډیپلوماسۍ اوخبرواترو له لارې حل شی

دایران خارجه وزیر زیاته کړې ، اوس هم د یمن دبحران دحل لپاره یوې سیاسی حل لارې ته درسیدا فرصت شته او که عربستان دیمن دشخړې د سوله ایز حل نیّت لری ، نو ایران ورسره مرسته کولی شی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  داسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  له بی بی سی خبری چینل سره په خبرو کې  په دې  په ټینګار سره چې  ا سلامی ایران  تل  دیمن له بحران سره دحل لپاره مرستې ته تیار دی ، ووئیل ،  د دغه هیواد دشخړو دحل  هرډول لاره  باید  دیمن والو ترمینځ د  خبرواترو له لارې وی ، او  بهرنی لوری   دخپلو غوښتنو ددیکته کولو په  ځای باید  سیاسی حل لارې ته درسیدالپاره ګام پورته کړی . 

 دایران خارجه وزیر  زیاته کړې اسلامی ایران  دیمن   دشخړې له هماغه پیله   دیمن دترینګلی حالاتو د   حل لپاره  له سعودی عربستان سره  دخبرواترو غوښتنه کوله ، خو سعودیانو  له دغه وړاندیز سره مخالفت کړی .

 هغه  ووئیل  دایران  له دغه وړاندیز سره دعربستان دمخالفت دلیل دا ؤ چې  سعودیانو ګمان کاوه ،  ډیر زر  په یمن کې کامیابیږی ،خو داسې  ونه شول .

 د ایران خارجه وزیر همداراز  ووئیل ،  په یمن د سعودی عربستان د پوځی یرغل له پیل راهسې  یو ځل بیا  ایران  د یمن والو ترمینځ د  نیغ په نیغه  خبرواتو  دپیلیدا او  په یمن کې د  اوور بند وړاندیز   وکړ ،  چې  سعودیانو ورسره کلک مخالفت وکړ .

 دایران خارجه وزیر په   عین حال کې  زیاته کړې ، اوس هم د یمن دبحران دحل لپاره یوې سیاسی حل لارې ته درسیدا فرصت شته  او که عربستان  دیمن دشخړې د سوله ایز حل نیّت لری ، نو ایران ورسره  مرسته کولی شی .