دعربستان په ظهران غونډې کې دمنصورهادی شتون یوه ملنډه وه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69308-دعربستان_په_ظهران_غونډې_کې_دمنصورهادی_شتون_یوه_ملنډه_وه
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوی داؤد شهاب هم له تسنیم خبری آژانس سره په خبرو کې په عربستان کې د عربانو دسرمشریزې په باب وئیلی دی ،دقدس آزادی د پایزې اعلامیې له خپریدو زیات ، دهغه د نجات او دحیثیت دبیرته ورستنولو لپاره اغیزمنو او واقعی ګامونو ته اړتیا لری ، چې عربستان هیر کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2018 02:09 Asia/Kabul
  • دعربستان په ظهران غونډې کې دمنصورهادی شتون یوه ملنډه وه

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوی داؤد شهاب هم له تسنیم خبری آژانس سره په خبرو کې په عربستان کې د عربانو دسرمشریزې په باب وئیلی دی ،دقدس آزادی د پایزې اعلامیې له خپریدو زیات ، دهغه د نجات او دحیثیت دبیرته ورستنولو لپاره اغیزمنو او واقعی ګامونو ته اړتیا لری ، چې عربستان هیر کړی دی .

مهر خبری آژانس  داخبارالیمن  خپرونې له قوله را پور ورکړی ،  د  یمن دانصار ا... ولسی مبارز غورځنګ  ویندوی  محمدعبدالسلام  وئیلی دی ،     د یمن تښتیدلی او مستعفی شوی  ولسمشر  عبدربه منصور هادی  د عربستان په ظهران کې د عربانو په سرمشریزې  غونډې کې  ګډون کوی ، چې دیمن  پر مهمې او ا رزښتمنې موضوع  بحث وکړی او نور   په یمن کې د  انسانی اوسیاسی حل لارې  لپاره د هغه لیدتوګې  واوری  او نظر پرې  څرګند کړی ، چې  دا یوه ملنډه او مسخره  ده او  منصور هادی ته په بلنې  سره ئې  ځانونه شرمولی دی . هغه وئیلی  چې  منصور هادی په دغې ناستې کې یوازې څوکۍ  نیولې  او  دنورو خبرې ئې  آوریدلی دی .

 عبدالسلام  زیاته کړې یو د اسې رواوالی چې  دهغه په خاطر جنګیږی، او څه دپاسه پنځویشت میلیون یمن وال  ئې  د ژوند له خطرو سره مخامخ کړی دی ،  درست هیواد ئې په سترو کنډوالو بدل کړی  او ظالمانه کلابندۍ ئې  اجرا کړی دی ، چې یوه  څوکۍ  وساتی  او  دمنصور هادی په څیر یو کس پرې کیښناوی چې د یمن   ځای پرې ډک کړی .  هغه زیاته کړې  درسته نړۍ ګوری چې  عربی اتحادیه هم د ځینو نورو نړیوالو   اورګانونوپه څیر د عربستان  یوه لوبتکه شوې  او  دعربی نړۍ  په ګټه  هیڅ ډول فعالیتونه نه ترسره کوی . \

 له دې سره په یووخت  د  فلسطین د اسلامی جهاد  غورځنګ  ویندوی داؤد شهاب  هم  له تسنیم خبری آژانس  سره په خبرو کې   په عربستان کې د عربانو دسرمشریزې  په باب   وئیلی دی ،دقدس آزادی  د پایزې اعلامیې  له خپریدو زیات ،   دهغه د  نجات او دحیثیت دبیرته ورستنولو لپاره  اغیزمنو او واقعی ګامونو ته اړتیا لری ، چې عربستان  هیر کړی دی .  او   عربستان او ځینو نورو عربو هیوادونو له صهونیست رژیم سره   په  اړیکو عادی کولو سره  اسرائیلو ته دا فرصت ورکړی دی ، چې  دفلسطین دمظلوم ملت   نیواک او دقدس  دبرخلیک نه ټاکل کیدا  ته هماغه راز دوام ورکړی، چې ډیره دافسوس خبره ده .