دعربانو دسرمشریزې اعلامیه دفلسطینیانود غوښتنې ځواب نه ورکوی
محمود الزهار له اسرائیلو سره د سعودی عربستان او دنورو عربو ریمونو داړیکو په عادی کیدا د خواشینۍ په ښودلو سره وئیلی دی ، دغه دریځونه په داسې شرائطو کې دی ، چې ټول د : پیړۍ د معاملې : په نامې سره له امریکائی پلان سره د سعودی عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په پخلا کیدا خبر دی .
دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مشر محمود الزهار په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د عربستان په ظهران کې د عربانو دسرمشریزې په پایزې اعلامیې کې د سپیڅلتیاؤ ،عقایدو، ټاټوبی او انسان پشمول د درستو ملتونو د اصولو په توګه د فلسطین د ملت په ثابتو اصولو سترګې پټې شوی دی .
د عربی اتحادئې نهه ویشتمه سرمشریزه د یکشنبې په ورځې د عربستان پّ ختیځ ظهران کې ترسره شوی ده .
محمود الزهار دعربی اتحادئې په دغې سرمشریزې کې د فلسینیانو دغوښتنو نه پوره کیدا ته په اشارې سره وئیلی دی ، فلسطین ته دبیرته ستنیدا دحق ، او دنیواکګرو دشړلو او دغه راز د قدس د آزادۍ له حق سره په ارتباط کې دهغو په غوښتنو سترګو پټول د فلسطین د موضوع په حذفیدو کې د عربستان د سپیرۀ رول بیانولو ښودنه کوی .
الزهار همداراز له اسرائیلو سره د سعودی عربستان او دنورو عربو ریمونو داړیکو په عادی کیدا د خواشینۍ په ښودلو سره وئیلی دی ، دغه دریځونه په داسې شرائطو کې دی ، چې ټول د : پیړۍ د معاملې : په نامې سره له امریکائی پلان سره د سعودی عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په پخلا کیدا خبر دی .