دسعودی عربستان څلور پوځیان ووژل شول
-
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف له تیرو څو ورځو راهسې هڅه کوي دامریکا په ملاتړ سره په الحدیده بندر کښې د یمن ترټولو مهم بندر الحدیده ونیسي .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په عسیر ولایت کښې د پلټنې په یوې(۱) پوستې حملې کښې څلور(۴) پوځیان وژل شوی او څلور (۴)نور ژوبل شوی هم دی .
د سعودی عربستان چارواکو وویل دوه (۲)حمله کونکی نیول شوی خو جزیات یې ورنکړل .
بل خبر داچې دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې په الحالی (Al- Hali) ولسوالۍ بمبارې وکړې چې له کبله یې پینځه(۵) ملکیان ووژل شول .
د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف له تیرو څو ورځو راهسې هڅه کوی دامریکا په ملاتړ سره په الحدیده بندر کښې د یمن ترټولو مهم بندر الحدیده ونیسی .
سعودی عربستان له امریکا، انګلستان ،فرانسې ، قطر، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو، بحرین او کویت وغیره سره یوځاې په ټوله دنیا په تیره بیا اسلامی هیوادونو کښې دترهګرو ډلو ستر جوړونکی او مالی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .