دعربستان د باچا ماڼۍ ته نږدې چاودنې او ډزې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69626-دعربستان_د_باچا_ماڼۍ_ته_نږدې_چاودنې_او_ډزې_شوی
زمونږخبریال وایی ځینو خبری سرچینو بیګا دیوشمیر ویډیوګانو په خپرولو سره په ریاض کښې د سعودی عربستان د باچا ماڼۍ ته نږدې د بم چاودنو او د ډزو د اوریدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2018 23:59 Asia/Kabul
  • ځینې خبري سرچینې هم په سعودي عربستان کښې د کودتا داحتمال خبر ورکوي .
    ځینې خبري سرچینې هم په سعودي عربستان کښې د کودتا داحتمال خبر ورکوي .

زمونږخبریال وایی ځینو خبری سرچینو بیګا دیوشمیر ویډیوګانو په خپرولو سره په ریاض کښې د سعودی عربستان د باچا ماڼۍ ته نږدې د بم چاودنو او د ډزو د اوریدا خبر ورکړ .

ویل کیږی چې د سعودی عربستان باچا محمد بن عبدالعزیز او دهغه زوی  ولی عهد محمد بن سلمان د پیښې له ځایه تښتیدلی دی او «العوجا »ماڼۍ ته نږدې سیمه امنیتی ځواکونو کلابنده کړی ده .

ځینې خبرونه د ریاض په خوا کښې یوې(۱) پوځی اډې ته چې دامریکا دعسکرو نیغ په نیغه څارنې لاندې ده دسعودی عربستان دباچا او دهغه دزوی د انتقالولو ښودنه کوی .

ځینې خبری سرچینې هم په سعودی عربستان کښې د کودتا داحتمال خبر ورکوی .

دسعودی عربستان یوه (۱)شاهزاده چې غوښتل نوم یې خپور نشی له «فهد نیوز »سایټ سره په مرکه کښې وویل دبیګا شپې پیښې کودتا ته ورته یو شی دی او د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په پریکنده توګه حقیقت پټوی .

دمصر یوه خبریال هم وویل د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان ملاتړی وایی چې په ریاض کښې هیڅ ډول نښته نشته  خو په اینټرنیټ خپرې شوی ویډیوګاڼې ټول په پلازمینې ریاض کښې د سختو ډزو د رامینځته کیدا ښودنه کوی .

د ریاض پولیسو له څو ساعته چپتیا غوره کولو وروسته ادعا وکړه په پلازمینې کښې ډزې د بادشاه د ماڼۍ په خوا کښې  د یوې بې پایلوټه الوتکې د الوت په وجه وې .

د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې ټول هوایی ډګرونه د الوتکو پرمخ تړل شوی دی .