عربستان د غارحرا او د جبل نور په زیارت بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69634-عربستان_د_غارحرا_او_د_جبل_نور_په_زیارت_بندیز_ولګاوه
مهر خبری اژانس وایی د سعودی عربستان د حج او د عمرې وزارت پرون هغو ټولو شرکتونو او موسسو ته چې دحج په حوزې کښې فعالیتونه کوی حکم ورکړ د بیت الحرام زیارتوالو ته دې اجازه مه ورکوی چې جبل النور(Jabal al-Nour) ته ورشی او دغه شرکتونه (Companies) د غار حرا (Cave of Hira) د کتنې پروګرام له خپلو پروګرامونو حذف کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 01:01 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان ال سعود رژیم  په مکې او مدینې  ښارونو کښې  د «صدر اسلام »ډیر تاریخي اثار وران کړي دي
    دسعودي عربستان ال سعود رژیم په مکې او مدینې ښارونو کښې د «صدر اسلام »ډیر تاریخي اثار وران کړي دي

مهر خبری اژانس وایی د سعودی عربستان د حج او د عمرې وزارت پرون هغو ټولو شرکتونو او موسسو ته چې دحج په حوزې کښې فعالیتونه کوی حکم ورکړ د بیت الحرام زیارتوالو ته دې اجازه مه ورکوی چې جبل النور(Jabal al-Nour) ته ورشی او دغه شرکتونه (Companies) د غار حرا (Cave of Hira) د کتنې پروګرام له خپلو پروګرامونو حذف کړی .

د سعودی عربستان د حج او دعمرې  دوزارت مرستیال عبدالعزیز الوزان  ادعا وکړه دغه فیصله د حاجیانو د ژوند دساتلو او د ځینو شرعی خلاف ورزیو د مخینوی لپاره غوره شوی ده .

هغه ادعا وکړه دجبل نور غره د زیات لوړوالی په دلیل ممکنه ده زیارتوال دغه غره ته دختلو په وجه بې هوشه شی یا د اکسیجن(Oxygen) له کمښت سره مخ شی .

جبل النور د مکې ښار دشمالی ختیځ په څلور(۴)کلومیټرۍ کښې او له منا څخه عرفات د تلونکی لاره په څنګ کښې پروت دی .

دغه غر له سمندر څخه یوازې شپږسوه یویشت(۶۲۱) میټره لوړ دی او دوه سوه اتیا(۲۸۰) میټره پراخ دی .

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د عبادت ځاې غار حرا د جبل نور په ترټولو لوړه سیمه  کښې دی .

سعودی عربستان چې له وهابیت څخه د ایډیالوژۍ په توګه استفاده کوی تل د سپیڅلیو ځایونو د زیارت او داسلامی رسمونو او دودونو مخالف دی .

دمکې او دمدینې سپیڅلی ښارونه په ۱۹۲۴میلادی کال کښې د سعودی عربستان دال سعود رژیم تر سلطې لاندې ورغلل او له هغه وخت راهسې تراوسه دغه دوه(۲) ښارونه په پلان شوی ډول د وهابیت لخوا په منظم ډول  له ورانولو سره مخ شوی دی .

دسعودی عربستان ال سعود رژیم  په مکې او مدینې  ښارونو کښې  د «صدر اسلام »ډیر تاریخی اثار وران کړی دی او دغه چاره اوس هم دوام لری .