نيواکي فلسطين ته د امريکائي پلاوي ورتګ
د امريکې د سفارت د پرانېستې په مراسمو کښې د ګډون لپاره امريکائي پلاوے نيواکي فلسطين ته داخل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د امريکې حکومت ټاکل شوې ده سبا د ګل په ورځ له تل ابيبه قدس شريف ته د امريکې د سفارت د وړلو په اړه د ډونالډ ټرمپ فېصله عملي کړي او په همدې لړ کښې ولسمشر صلاحکاره مېرمن ايوانکا ټرمپ د امريکې د خزانې له وزير سټيون مېنوچين سره يو ځاے نيواکي زمکو ته داخله شوه.
امريکائي پلاوے نن په داسې حال کښې نيواکي زمکو ته ننوتۀ چې له دې مخکې ملګرو ملتو په ځلونو له تل ابيب ته قدس شريف ته د سفارت د وړلو لپاره د امريکې له فېصلې سره د دغې نړيوالې ادارې په مخالفت تاکيد کړے ؤ.
په همدې حال کښې فلسطيني ډلو له تل ابيب نه قدس شريف ته د امريکې د سفارت په وړلو باندې په احتجاجي غونډه کښې د فلسطينيانو د پراخه ګډون غوښتنه وکړه.
د امريکې دغه خپل سره اقدام يو ځل بيا د فلسطين له مظلوم ملت څخه په ملاتړ کښې د ملګرو ملتو او د بشري حقوقو د مدعيانو بې کفايتي او نااهلي په ډاګه کړه.