د فلسطیني شهیدانو او زخمیانو شمیر لازیات شو
د فلسطین د روغتیا وزارت وویل: د فلسطینیانو او صهیونیسټو پوځیانو ترمینځ سختو نښتو کښې د دوو ماشومانو په شمول لږترلږه ۲۸ تنه وژل شهیدان او څه باندې ۱۰۰۰ کسان زخمي شوي دي.
د العالم د رپورټ له مخې نن له تل ابیب څخه قدسِ شریف ته د امریکې د سفارت له منتقلیدو سره هممهاله د ستنیدو او د غزې تړانګې د محاصرې د ماتونې میلیوني مظاهرې ترسره شوې.
فلسطیني مظاهره چیانو د غزې د تړانګې او د خان یونس د ختیځ ترمینځ د حائل دیوال ستره برخه ونړوله.
خبري سرچینو همداشان د غزې په ختیځو پولو کښې د ستنیدونکو کیمپونو په سیمه کښې د خبریالانو په ګاډو باندې د ګازي بمونو د حملې خبر ورکړ.
صهیونیسټو پوځیانو د غزې تړانګې په مرکز البریج کښې په طبي مرکزونو باندې هم حملې وکړې.
اسرائیلي سنایپرانو د جبالیا په ختیځ کښې پر مظاهره چیانو رسا ډزې وکړې او همداشان یوشمیر صهیونیسټي پوځیانو د غزې په ختیځ کښې د دغه رژيم لخوا د جوړو شویو خنډونو په لور د فلسطیني مظاهره چیانو د پرمختګ په لیدو سره شاتګ وکړ.